د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان په  صوبه کی د یوه بم د چاودیدو په باب پلټنه


د پاکستان د بلوچستان په صوبه کی پولیسان د یوه دوکان نه بهر د هغه بم په باب پلټنی کو ی چی په چاودیدو یی څلور لارویان ژوبل شوی دی.

دا چادونه د کوټی نه پنځه دیرش کیلومتره لری د مچ په ښار کی وشوه. په همدی سیمه کی یوه بله چادونه هم د چهار شنبی په ورځ وشوه چی له کبله یی په زرهاو کورونه د بریښنا نه بی برخی شوی و . په هماغه ورځ بل بم هم دکوټی په یوه مارکیت کی وچاودید چی اته تنه پکی سخت ټپیان شول.

پدی وروستو کلونو کی د بلوچستان په سیمه کی د بمونو چادونی او د توغندیو حملی ډیری زیاتی شوی د ی. مقامات په معمول ډول ددی حملو مسولیت پر بلوڅو قبایلیانو باندی اچوی چی د خپلو طبیعی منابعو نه زیاته برخه او خود مختاری غواړی.

XS
SM
MD
LG