د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کی د انتحاری بم چونکی برید


افغان پولیس وایی دیوه انتحاری بم چونکی بم چی غوښتل یی کانادایی پوځی قطار باندی برید وکی مخکی تروخته چاودیدلای او پخپله حمله کونکی پکی وژل شوی دی

په کندهار کی مامورین وایی پدی پیښه کی اوه تنه نور زخمی شوی هم دی .

په یوه بله جلا حمله کی چی د هلمند ولایت په جنوبی برخه کی وشوه مشکوکو یاغی طالبانو یو محلی قوماندان او د هغه ورور وژلی دی .

په افغانستان کی پدی وروستیو وختونو کی وروسته له هغه چی یاغی طالبانو پر حکومتی عسکرو او بهرنی قواو باندی د حملو ژمنه وکړه تشدد لا زور اخستی دی .

د امریکا په مشری اییتلافی قواو او طالبانو د چهار شنبی په ورځ د افغانستان په جنوب کی څو څو گړی جگړوته دوام ورکړ.

پدی نښتو کی یو امریکایی ، یو کانادایی عسکر او دو دیرش یاغیان ووژل شول.

همدارنگه د اییتلاف د قواو څلور تنه او یو افغان عسکر پکی ټپی هم شول.

د امریکا پوځی قواوی وایی دا حمله دچهار شنبی ورځی سهار وختی په هلمند کی د امریکایی قواو پر یوه مرکز باندی وشوه.

XS
SM
MD
LG