د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی تندروانو  دری پولیسان  وژلی دی


افغانی مقامات وایی نن په جلا پیښو کی دری د پولیسو صاحب منصبان هغه وخت ووژل شول چی د خوست په ولایت کی چی د پاکستان سره گډه سرحدی سیمه ده د هغوی موټر د سړک د غاړی پر بم باند ی ور برابر شو .

پدی چادونو کی دوه نور د پولیسو صاحب منصبان هم ټپی شوی د ی.

د بهرنیو قواو عسکر هغه وخت زخمی شول چی د هلمند د ولایت په پایتخت ، لشکر گاه کی یوه سر تیری بم چونکی خپل موټر چی بم یی پکی ځای په ځای کړی و د بهرنیو پوځی قواو د قرارگاه دروازی ته نږدی و چاوه.

تر اوسه پوری د زخمی عسکرو هویت ندی معلوم . خو پدی سیمه کی برتانوی او امرکیایی قواوی عملیات کوی .

تیره اونی ، دوه امرکیایی عسکر او یو ملکی کارکونکی د سر تیری بم په یوه چاودنه کی چی د همدی قرارگاه دروازی ته ایښودل شوی و زخمی شول .

پدی وروستیو وختونو کی په افغانستان کی د طالب تندرو یاغاینو حملی زیاتی شوی د ی.

XS
SM
MD
LG