د لاس رسي وړ اتصالات

احمدی نژاد وایی  د ایران ذروی پروگرام یوازی او یوازی  د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی


د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد بیا ویلی دی چی د هغه هیواد ذروی پروگرام یوازی او یوازی د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی .

په باکو کی د یوه اقتصآدی غونډی په ترڅ کی د ایران مشر وویل چی ایران به د ذروی تکنالوژی په لور پرمختگ ته دوام ورکی او د خپلو ذروی مرکزونو دپاره به د یورانیمو غنی کولو کار نه دروی. هغه وویل د نړی لوی قدرتونه د ایران ذروی فعالیتونه نا سم بولی.

د پنجشنبی په ورځ جمهور ریس بش پر ایران تور لگولی چی غواړی د خپل اتمی پروگرام په سر د نړی سره مخالفت وکړی.

هغه په واشنگتن کی د پنجشنبی په ورځ د یهودی الاصله امریکاییانو په یوه کنفرانس کی پر تهران باندی دا تور ولگاوه چی خپل اتباع یی تر فشا رلاندی نیولی ، د تررزم ملاتړ کوی ، په سیمه کی ثبات ته خطر دی او اسراییل ته گواښ کوی .

هغه وویل ددی دلایلو له امله دمتحده ایالاتو او اروپایی متحد ینو یی ، روسیی او چین هدف دا دی چی ایران د یته پری ندی چی اتمی او ذروی وسلی جوړی کړی.

ښاغلی بش دا خبری څو ساعته وروسته له هغه وکړی چی د ملگروملتونو د امنیت شورا پنځو تنو دایمی غړو ، متحده ایالات ، برتانیه ، فرانسی ، روسیی او چین د ایران د ذروی پروگرام په اړه د مسودی په باب د لومړی غونډی دپاره را غونډ شوی و.

دا مسوده چی د اقتصآدی بندیزونو د لگولو تهدید پکی ندی شوی او د فرانسی او برتانیی له خوا وړاندی شوه چی و اشنگتن یی هم ملاتړ کوی د ملگرو ملتونو د منشور د اوم فصل په اساس جوړه شوی خو د ایران د سر غړونی په اساس به د ملگرو ملتونو امنیت شورا ددی اجازه ولری چی پر ایران باندی هم اقتصآدی بندیزونه ولگوی او هم په اخری مرحله کی که بله لاره نه وی نو پر ایران باندی پوځی فشار هم راتلای شی .

په ملگرو ملتونو کی د ایران خاص نماینده جاوید ظریف وایی ایران غواړی چی ددی مسلی د حل دپاره یوه سوله ایزه لاره پیدا شی او وایی ددی مسودی هدف د ستونزی پیدا کول دی .

XS
SM
MD
LG