د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو د بشری حقوقو کمیسیون د عالی کمشنر خبر داری


د ملگرو ملتونو د بشری حقوقو کمیسیون عالی کمشنر لویز اربر خبر داری ورکړی دی چی اسراییل او فلسطینیان دبشری حقوقو په برخه کی د غټی ستونزی سره مخامخ دی او بشری مرستو ته سخته اړتیا لری .

ښاغلی اربر ن په یوه اعلامیه کی وویل چی پدی جنجالونو کی د مړو شویو او قربانیانو مخ په زیاتیدونکی شمیر که قصدی حملی وی او که په کور کی د جوړو شویو بمونو له کبله مرگ ژوبله او که د حکومتونو له خوا د پوځی غټو عملیاتو په نتیجه کی خلک وژل شوی دا ټول د منلو وړ ندی .

د ملگروملتونو مامور وویل ملکی خلک په خصؤص ښځی ، ماشومان او زاړه خلک باید ددی تشدد قربانی نشی او د بشری حقوقو نه چی دوی یی حق لری باید بی برخی پاتی نشی .

اربر وویل د فلسطین نفوس هم د ستونزی سره مخامخ دی ځکه چی نړیوالی ټولنی هم اوس د فلسطینی حکومت سره خپلی مرستی کمی کړی دی .

متحده ایالاتو او نورو غربی ملکونو د حماس په مشری فلسطینی حکومت سره خپلی مستقیمی مرستی بندی کړیدی دوی وایی چی د حماس په مشری د فلسطین نوی حکومت د تشدد مخه نه نیسی او نه غواړی اسراییل په رسمیت وپیژنی .

XS
SM
MD
LG