د لاس رسي وړ اتصالات

ائتلافي قواو په افغانستان کی ٢٧ طالبان وژلي دي


په افغانستان کی ائتلافي قواوي وایی چی د کندهار په ولایت کی یې د جنگي عملیاتو په وخت تقریبا ٢٧ یاغي طالبان وژلي دي .

دغو قواو په یوه بیانیه کی ویلی دي چی ددې عملیاتو هدف د مشکوکو ترروریستانو نیول و . اردود اوو تنو د مرگ خبر تایید کړی او ویلی یې دي چی په هوایی حملو کی به یې د ١٥ نه تر شلو تنو پوری نور یاغیان هم وژلي وي .

دا عملیات د هغو دوو جگړو نه یوه ورځ وروسته کیږی چی د هلمند او کندهار په ولایتونو کی د یاغي طالبانو او ائتلافي قواو تر منځ وشوې . مامورین وایی چی په دې جگړو کی لږ تر لږه ٥٨ یاغیان او ١۴ ائتلافی عسکر ووژل سول .

د طالبانو طرفدارانو په دې وروستیو میاشتو کی د افغانستان په حکومتي او ائتلافي قواو باندی خپلي حملې په تیره بیا په جنوبی او ختیځو سیمو کی زیاتي کړی دي .

XS
SM
MD
LG