د لاس رسي وړ اتصالات

تېره شپه د ائتلافي قواوو په بمباریو کې ٦٠ طالبان وژل شوي


د کندهار وا لي وایي چې تېره شپه د ائتلافي قواوو په بمباریو کې ٦٠ تنه چې د طالبانو گمان پرې کېده اود غه راز ١٦ کسه کلېوال وژل شویدي. د کندهار والي اسدالله خا لد نن وویل چې په شپاړسو کلیوالو برسېره کم تر کمه ١٥ تنه زخمیان شوې هم دي.

د ائتلافي قواوو نطاقې لاړنس وویل چې د پنجوایي د ولسوالۍ د عزیزي کلئ د طالبانو په مرکز مشهور شوئ ؤ. ائتلافي قواوې کلیوالو ته د اوښتو تلفاتو د رپوټ تحقیق کوي.

په کا ل ٢٠٠١ کې د طالبانو د حکومت د چپه کېدو راهیسې په افغانستان کې تشدد دومره نه ؤ زیات شوئ لکه د تېرې چا رشنبې راهیسې چې زیات شویدئ.

له بلې خوا ناتو د افغانستان په جنوب کې خپل په زرگونو عسکر اچوي.د افغانستان خارجه وزیر سپانتا وړمه ورځ تور ولگاوه چې د طالبانو مشران چې په پاکستان کې اوسېږي ددغو حملو رهبري کوي.

پاکستان دا تورونه ردوي او وایي چې غواړي په افغانستان کې ثبات راشي.


XS
SM
MD
LG