د لاس رسي وړ اتصالات

ویل کیږی په افغانستان کی به د ناتو قواوي د سخت مقاومت سره مخامخ شی


د نړۍ د نظامي چارو په باب یو نوی رپوټ وایی چی په داسی حال کی چی امریکا د افغانستان نه خپل یوه برخه عسکر را باسی ، په هغه ملک کی به د ناتو په قواو باندی د یاغي طالبانو حملې زیاتي سی .

د ستراتیژیکي مطالعاتو بین المللی مؤسسه په خپل رپوټ کی وایی چی طالبان به کوشش وکړی چی د موقع نه استفاده وکړی او د ناتو په قواو باندی حملې زیاتي کړی .

امریکا غواړی ددې کال تر پایه د خپلو عسکرو نه تقریبا دوه زره تنه کم کړی . په عین حال کی ناتو د افغانستان په جنوبی او ختیځو سیمو کی خپل عسکر زیاتوی چی د امریکا د عسکرو ځای ونیسی .

د امریکا یوه نظامی نطاق پرون وویل چی طالبان د کندهار ، هیلمند او روزگان په ولایتونو کی قوی سوي دي او اثر رسوخ یې هم زیات سوی دی .

په تیره هفته کی په افغانستان کی ډیر سخت جنگونه وسول چی څه د پاسه ٣٠٠ کسه چی یاغیان ، افغاني قواوي ، ائتلافی عسکر او ملکي خلک په کی شامل وو وژل سوي دي .


XS
SM
MD
LG