دافغانستان جمهور ریس حامد کرزی ژمنه وکړه چی په کندهار کی به امنیت را ولی او هغه ، په دی ولایت کی د رووستیو ناکراریو پړه د طالبانو پر مشر ملا محمد عمر باندی واچوله .
جمهور ریس کرزی نن کندهار ته د ناڅاپی سفر په ترڅ کی د ملا محمد عمر نه وغوښتل چی د یوه افغن په لاس دی د بل افغان وژل ختم کړی .
هغه په محلی مشرانو باند ی هم غږ وکړ چی د طالبانو په مقابل کی د خپلو سیمو نه دفاع وکی .
ښاغلی کرزی دا وینا د یو سلو پنځوسو تنو قومی مشرانو او سپین ږیرو په یوه غونډه کی وکړه .
هغه ددی دپاره کندهار ته تللی چی د اییتلافی قواو په هوایی حملو کی د وژل شویو ملکی خلکو خپلوانو ته ډاډگیرنه ورکی .
په کندهار کی پدی وروستیو وختونو کی د اییتلافی قواو په هوایی عملیاتو کی شپاړس تنه ملکی کسان ووژل شول د امریکا د نظامی قواو ویاند وویل چی دا بمباری د طالبانو د له منځه وړلو دپاره وشوی .
ښاغلی کرزی پدی باب د تحقیقاتو امر کړی دی .