د لاس رسي وړ اتصالات

مسکووائې، دایران په خلاف دقوی داستعمال سره مخالفت لری


دروسېې دملی امنیت رئیس وائې، مسکو دایران په خلاف دهرډول قوی داستعمال په ضد دی .

ښاغلې ایگور ایوانوف داتبصره نن په تهران کې دایران داتمی چارو د سترمرکچې علی لاریجانی سره دغونډې په وخت کې وکړه .

دروسېې دغه مامور پرون تهران ته په یودوه ورځنی سفررسیدلی دی چې دهغوامتیازاتو په شمول چې که دایران اسلامی دولت دیورانیموغنی کولو نه لاس واخلی،دایران دجنجالی اتمی پروگرام په باره کې خبری وکړی .هغه غواړی چې دهغه گواښ په باره کې هم خبری وکړی چې وائې، که ایران خپل پروگرام ته دوام ورکړی نو په هغه صورت کې ورباندی اقتصادی بندیزونه لگول کیږی .

دملگروملتونو دامنیت شورا پنځه دائمی غړی او المان ایران ته دامیتازاتو دورکولو په موضوع باندی خبری کوی چې غواړی ایران دی ته وهڅوی چې خپل دیورانیمو دغنی کولو نه لاس واخلی . دغه ډله دایران په خلاف داقتصادی بندیزونو په لگولو باندی هم غورکوی .

امریکا په عام محضر کې داخبره کوی چې دایران سره په مستقیمو خبرو کې علاقه نلری .

مگر دنیویارک ټائمز ورځپاڼې دشنبی په ورځ یو رپوټ خپورکړی وچې وائې، دبهرنیو چارو وزیره کانډولیزا رائس دتهران سره د مستقیمو خبرو د احتمال په باره کې د خپلو لوړ رتبه سلاکارانو سره سلا مشوری کوی.

XS
SM
MD
LG