د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی  د امریکایی فوځ د موټر د ټکر یوه خونړئ پیښه


په کابل کی د امریکایی فوځ د موټر د ټکر د یوی خونړئ پیښی نه پس ښار کی مظاهری او بلواگانی پیل شوی چی په نتیجه کی لږ تر لږه څلور تنه وژل شویدی.

د کابل نه رارسیدلی خبرونه وایی چی د ښار په مختلفو برخو کی دناقلاریو او چور تالان پیښی لیدل شویدی. دغه خلک هغه وخت ډیر قهر جن شو چی کله د امریکا د یو نظامی کاروان د موټر په ټکر کی ملکی موټرو ته خونړئ تاوان ورسیدو . پاریدلو مظاهره کونکو دوکانونو او عامه ودانیو ته اورونه هم ورته کړیدی.

د عینی شاهدانو په وینا زیاتره ډزی د کابل ښار په هغه شمالی برخه کی شوی چرته چی دغه د امریکایی نظامی موټر د ټکر پیښه شوی وه. افغان امنیتی پولیسو په مظاهره کونکو هغه وخت ډزی پیل کړی کله چی د دوی یو شمیر موټرو ته اور ورته کړی شو. او په امریکایی عسکرو د کاڼو گزارونه وشول. چی په دی کی د امریکا سفارت ته نیزدی یوی ودانئ باندی شوی حمله هم شامله ده

یو شمیر قهرجن مظاهره کونکی د افغانستان د جمهورری ریاست د ماڼئ یا ارگ په لور هم ورغلی وو او د امریکا ا ود جمهورریس کرزی په ضد یی نعری ووهلی.

د دغی پیښی د تلفاتو په باب ضد او نقیض خبرونه ورکړل شویدی .خو داسی بریښی چی په د ټکر په لومړئ پیښه کی لږ تر لږه دری تنه مړه شویدی او څلورم تن وروسته په مظاهرو باندی شوو ډزو کی لگیدلی. خو احتمال دی چی د کابل ښار په نورو برخو کی شوو بلواگانو کی د مرگ ژوبلی خبرونه هم رابرسیره شی.

XS
SM
MD
LG