د لاس رسي وړ اتصالات

کاندو لیزا رایس هیله لری چی ایران به  خپل ذروی پروگرام بند کړی


د امریکا د متحده ایالاتو خارجه وزیره کاندو لیزا رایس وایی هغه هیله لری چی ایران به د خپل ذروی پروگرام د بندولو دپاره د نوی پلان په عملی کولو باندی جداً غور وکی .

د نړی لوی قوت د پنجشنبی په ورځ په ویانا کی د نوی پلان سره موافقه وکړه.

پدی پلان کی دا هم راغلی چی که ایران د یورانیمو د غنی کولو پروگارم پری نږدی نو د امنیت شورا به پری اقتصآدی بندیزونه ولگوی .

دڅو څو امریکایی خبری اژانسونو سره په وینا کی میرمن رایس وویل چی د ملگرو ملتونو پنځو دایمی غړو او جرمنی ټول هیله من دی چی کله دا پروگرام ورته وړاندی او پیل شی نو په څو اونیوکی ددی نوی پلان ښه نتیجه معلومه شی او ایران خپل ذروی پروگرام بند کړی .

روسیی او چین پر ایران باندی د گواښ سره مخالف و خو میرمن رایس د سی ان ان تلویزیونی شبکی سره په مرکه کی وویل چی چین او روسیی د پلان د وړاندی کولو او بیا د سرغړونی په صؤرت کی د مجازاتو سره موافقه کړیده .

دیپلوماتان وایی ټاکل شویی ده پدی څو را تلونکو ورځو کی برتانیه ، فرانسه او جرمنی ایران رسمی خبرو ته را وبولی .

XS
SM
MD
LG