د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهورریس د کابل تر بلوا وروسته د پولیسو ځیني مامورین برطرفه کړي دي


د افغانستان جمهورریس حامد کرزي په کابل کي د امریکايي ضد بلوا څخه وروسته د پولیسو لږترلږه ٢۴ عالي رتبه مامورین برطرفه کړي دی.

افغان مقاماتو نن د شنبې په ورځ وویل کېدای شي چي پدې برطرفیو کي د کابل د پولیسو سرمامور هم شامل وي ځکه د هغه تر لاس لاندي پولیسو ونه کړای شول چي د بلوا کوونکو مخه ونیسي او پرې یې نه ږدي چي د کابل په ښار کي دوکانونه لوټ کړي او دفترونو او موټرانو ته اور ور واچوي.

دا بلوا د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه پېښه شوه چي د امریکا د پوځ یوه لارۍ د څو ملکي موټرو سره ټکر وکړ.

د متحده ایالاتو د پوځ ویاند، ټام کالېنز، وویل مقدماتي څېړني ښیي چي د ټرافیکي حادثې څخه وروسته بلوا کوونکو پر امریکايي عسکرو د ډبرو گوزارونه او ډزي وکړې، او امریکايي پوځیانو د ځان د دفاع په غرض متقابلي ډزي وکړې.

افغان پولیس وايي پدې پېښه کي لږترلږه ٢٠ تنه وژل شوي او ١٦٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سپیني ماڼۍ ویاند، ټوني سنو، وویل جمهورریس بش د ښاغلي کرزي سره خبري کړي دي او ژمنه یې ورسره کړې ده چي ددې پېښي په باره کي به پوره تحقیقات وشي.

XS
SM
MD
LG