د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلافي قواو په افغانستان کي د چورې اولسوالي بېرته ونیوله


افغان مامورین وايي د امریکا تر قیادت لاندي ایتلافي او افغاني عسکرو له طالبانو څخه یوه اولسوالي بېرته نیولې ده او لږترلږه ١٥ یاغیان یې وژلي دي.

ایتلافي قواو د جمعې په ورځ ناوخته د اورزگان د ولایت د چورې اولسوالي بېرته تر خپل کنترول لاندي راوستله. دا اولسوالي څو ورځي پخوا طالبانو اشغال کړې وه.

امنیتي قواوي وايي په یوه بله پېښه کي یې ١٢ مظنون یاغي طالبان وژلي دي او ١٨ نور یې هغه وخت ونیول چي یاغیان د افغانستان په جنوب کي د پولیسو پر یوه پاټک باندي حمله وکړه.

مشکوکو یاغي طالبانو د جمعې په ورځ ناوخته د کندهار د ښار په شمالي برخه کي پر یوه پاټک برېد ښخ کړ. دې جنگ څو ساعته دوام وکړ.

د کندهار د ولایت د مقام یو ویاند وايي پدې حمله کي د پولیسو څلور افسران ټپي شوي دي.

د جمعې د ورځي په یوه بله پېښه کي، یاغیانو د هلمند په ولایت کي پر پولیسو حمله کړې او د پولیسو څلور افسران یې ټپي کړي دي. مقاماتو له دې حملې څخه ورسته ١٨ تنه نیولي دي.

XS
SM
MD
LG