د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په شمال غربي سیمه کي د بم په یوه حمله کي د پولیسو یو افسر وژل شوي


د پاکستان په شمال غربي سیمه کي د افغانستان سرحد ته څېرمه، د بم په یوه حمله کي د پولیسو یو افسر وژل شوي او لږترلږه دوه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني مقامات وايي د پولیس افسرانو د جمعې په ورځ ناوخته د باجوړ په قبایلي سیمه کي گزمه کوله چي دا بم وچاود. مقامات وايي دا بم د ریموټ کنترول په ذ‏ریعه منفجر شو.

تر اوسه پوري هیچا ددې چاودني مسولیت په غاړه ندی اخېستی.

د پاکستان امنیتي قواوي د باجوړ په سیمه کي په هغو اسلامي افراطیانو پسې گرځي چي په کال ٢٠٠١ کي د طالبانو تر سقوط وروسته دغي منطقې ته وتښتېدل.

XS
SM
MD
LG