د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کي د موټر بم په یوې حملې کي څلور ملکي کسان وژل شوي دي


افغان مامورین وايي د کندهارد ښار د موټر بم په یوې انتحاري حملې کي لږترلږه څلور ملکي کسان وژل شوي او ١٢ تنه نور ټپي شوي دي.

دا ځان مرگي حمله نن د یکشنبې په ورځ د کندهار د ښار په زړه کي د موټرانو هغه کاروان ته څېرمه وشوه چي د کندهار والي اسد الله خالد پکې تېرېده. پدې چادونه کي د کندهار گورنر خوږ شوي ندی.

عیني شاهدان وايي د چاودني په ځای کي د کاناډايي عسکرو د موټرونو کتار هم وو. مگر د امریکا تر قیادت لاندي د ایتلافي قواو مامورین وايي خارجي عسکرو کي هېڅ مرگ ژوبله نده پېښه شوې.

ددغه بم چونکي هویت لا ندي معلوم، مگر پدې وروستیو میاشتو کي یاغي طالبانو په کندهار کي همدا شان حملې کړي دي.

افغان چارواکي وايي په یوه بله پېښه کي حکومتي عسکرو او ایتلافي قواو د جمعې د ورځي راهېسي د افغانستان په جنوبي برخو کي تقریباً ٣٥ افراطي طالبان وژلي دي.


XS
SM
MD
LG