د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د پنځو تنو  امنیتی مامورینو وژل کیدل


افغان مامورین وایی مشکوکو یاغی طالبانو د هغه هیواد په جنوبی برخه کی په جلا جلا حملو کی پنځه تنه امنیتی مامورین وژلی دی .

نن په یوه پیښه کی چی په غزنی کی وشوه د سړک د غاړی بم دری افغان عسکر ووژل.

مامورین وایی په بله حمله کی چی د چهار شنبی په ورځ وشوه یاغی طالبانو په کندهار کی دوه افغان پولیسان هم ووژل.

د سړک د غاړی بل بم هم د چهار شنبی په ورځ په زابل کی وچاود او څلورتنه پکی ټپیان شول .

د اییتلاف د قواو مامورین وایی دا څلور تنه سر سری غوندی زخمی شوی دی چی د روغتون نه به ډیر ژر رخصت کړای شی .

خو افغان مامورین وایی چی دوی نن په زابل کی د یو بم د چاودنی چی دا بم په یوه خر ه باندی ایښودل شوی و مخه ونیوله .

دوی وایی هغه سړی یی چی په خره بار بم یی د نږدی کلی نه د قلات ښار ته را وړی و نیولی دی .

XS
SM
MD
LG