د لاس رسي وړ اتصالات

د ایتلاف قواو او افغان فوځ د افغانستان په  تازه نښتو کی د  طالب یاغیانو قریب ٣٧ تنه وژلی دی


د افغانستان نظامی مامورین وایی چی د امریکا په مشرئ د ایتلاف قواو او افغان فوځ د افغانستان په مرکزی او جنوبی برخو کی تازه نښتو کی د طالب یاغیانو قریب ٣٧ تنه وژلی دی.

د افغانستان په جنوب کی د افغانستان د فوځ مشر جنرال رحمت الله روفی ویلی دی چی په اروزگان کی د یاغیانو په یو پټ ځایی د حملی په و خت ١٥ یاغیان وژل شوی او ٦ نور نیول شویدی. ده ویلی چی په وژل شوو کسانو کی گومان کیږی چی یو تن د طالبا نو د شړل شوی رژیم مشر ملا ‏ عمر اوښی هم وی.

جنرال روفی دا هم ویلی چی دولس مشکوک طالبان د قندهار په ولایت کی هغه وخت ووژل شو چی کله دوی د وچو میو په یو دوکان کی ځانونه پټول.

نوموړی جنرال دا هم ویلی دی چی په هلمند ولایت کی د برتانوی او افغانی قواو سره په نښته کی گومان کیږی چی لس تنه یاغیان وژل شوی وی..

XS
SM
MD
LG