د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کی محلی ژورنالستانو د حیات الله خان په وژنه احتجاج کړیدی


د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کی محلی ژورنالستانو د هغه خبریال په وژنه احتجاج کړیدی ، څوک چی د شمال لودیزه قبایلی منطقه کی د شپږو میاشتو بی درکئ پس مړ وموندل شو.

په دغه مظاهره کی قریب سلو ژورنالستانو گډون درلود و او د حیات الله خان په نوم د هغه ژورنالست وژنه یی غندله دا چا مړئ چی یو ورځ وړاندی د شمالی وزیرستان په میرعلی سیمه کی موندل شوی و.

حیات الله خان د تیر کال د دسمبر په پینځمه نیټه هغه وخت برمته شو چی کله ده په میرعلی سیمه کی د یاغیانو په مرکز د شوی حملی نه پس داسی عکسونه واخیستل چی په هغی کی داسی بریښدل چی په دی ځایی باندی د راکټ وار شوی وی.

په دی پیښه کی د حمزه رابیه په نوم د القایده یو قوماندان وژل شوی و چی د پاکستانی مقاماتو په وینا دی پخپله د بم د جوړلو په وخت لگیدلی دی.

د حیات الله خان لخوا اخېستل شو دغو عسکونو د حکومت دعوی باطلولی ، ځکه چی په عکسونو کی داسی ټوټی ښودل شوی وی لکه د امریکایی الوتکی نه د وار شوی راکټ ټوټی وی.

دغو مظاهر کونکو په حکومت دا انتقاد درلودو چی د حیات الله خان د ژوندی ژغورلو دپاره یی هیڅ هم ونکړل. دوی د دی وژنی په ارتباط د یوی بی طرفه محکمی لخوا د تفتیش کولو غوښتنه کوله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افتاب احمد خان دغه تورنه رد کړیدی او وایی چی حکومت د حیات الله خان د درک لگولو په غرض ډیر کوششونه کړی وو. ښاغلی شیرپاو دا لوظ هم کړیدی حکومت به د دغه خبریال د قتل په باب مکمله پلټنه کوی.


XS
SM
MD
LG