د لاس رسي وړ اتصالات

اندونېز یا  د مرغانو په مرض غونډه کوي 


پداسې حال کې چې په اندونېزیا کې د مرغانو په مرض د انسانانو مرگ اومیرزیاتېږي، ددې مرض د قابو کېدو په برخه کې اندېښنې هم زیاتېږي.

دکال ٢٠٠٣ راهیسي په اندونېزیا کې ٣٩ تنه دې مرض وژلي چې ددې جملې نه ٢٨ یې یوازې پدې کال کې مړه شوي دی.د اندونېزیا حکومت ددې مرض د سرایت د نور مخنیوي دپاره د بین المللي طبیبانو د مرستې غوښتنه کړېده. د مرغانو مرض تر اوسه پورې په اندونېزیا کې ٥١ تنه وژلي او په وېتنام کې یې ٩٣ کسه مړه کړیدي.

مگر طبیبان دې خبرې اندېښمن کړیدي چې په وېتنام کې سږ کال پدې مرض د نورو خلکو مرگ او میر په ټپه درېد لئ، پداسې حال کې چې په اندونېزیا کې دغسې مرگ او میر مخ په زیاتېدودئ.

داندونیزیا په پایتخت جاکارتا کې ددې دپاره یوه غونډه جوړه شوېده چې ددې مرض د قابو کولو هلې ځلې زیاتې شي.

پدې کانفرانس کې هغو انتقادونو ته هم ځوابونه ویل کېږي چې د مرغانو د مرض د قابو او کنترول دپاره د بسپنو ورکونکو لخوا په اندونېزیا باندې کېږي. اندونېزیا د مرستو د مؤسسو او ملکونو نه د ٩٠٠ مېلیونو ډالرو مرسته غوښتې چې دا مرض پرې قابو کړي.

XS
SM
MD
LG