د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د ولایت د شاجو په ولسوالی کې طالبانو د څلوروتنو سرونه پری کړیدی


په افغانستان کې ماموران وائې، افراطی طالبانو دڅلورو افغانانو سرونه پری کړیدی .

مقامات وائې، دبغاوت ځپلی ولایت زابل د شاجو په ولسوالی کې څلورمړی پیدا شوی دی چې سرونه ترینه پری شوی وو. دوی وائې، دغه کسان دسه شنبی په ورځ له خپلو کورونونه تښتول شوی وو.

طالبانو ددغو کسانود وژلو مسولیت په غاړه اخیستی دی . یونطاق په دغو کسانوباندی داتورلگولی وچې امریکاته ئې جاسوسۍ کوله . دغه ادعاسمدستی تائید کیدای نشی .

دائتلاف مشرانو اعلان وکړ چې په روانو عملیاتوکې څوارلس افرآطیان ووژل شول .دغه دهیواد په جنوب کې روان دی چې یاغیان ورنه اوباسی .

طالبان چې رژیم ئې دامریکا په مشرې ائتلاف دیودپاسه په دوه زرم کال کې راپرزاوه، دنوی حکومت په خلاف بغاوت پیل کړیدی چې تاوریخوالی ئې دافغانستان په جنوب او ختیځ کې پیدا کړیدی .

نن دسرک دغاړی بم په داسی وخت وچاودید چې دموټرو هغه کتارتیریده دډنمار ددفاع وزیر ‏(‎جسپر هیلسوئې ‏)‎ پکې و.دغه پیښه دافغانستان په شمال ختیځ ښار فیض اباد کې شویده . دتلفاتو رپوټ ندی ورکړل شوی او ډنمارک مقامات وائې، یوزغره لرونکی موټرته تاوان رسیدلی دی .

XS
SM
MD
LG