د لاس رسي وړ اتصالات

ائتلاف او افغان قواو په کندهار کې څه دپاسه  څلویښت تنه افراطیان وژلی دی


افغان او دامریکا په مشری دائتلاف قواوی وائې،دوی بیگاه دافغانستان په جنوب کې ددری ساعته عملیاتو په وخت کې څه دپاسه څلویښت تنه ‏(‎ ۴٠ ‏)‎ مشکوک طالبان وژلی دی . دغه وروستی نښته په داسی وخت کې کیږی چې څه دپاسه لس زره افغان او ائتلاف عسکر دهیواد دجنوب په څلورو مهمو ولایتونو کې په عملیاتولگیادی چې په عنعنوی توگه دطالبانو مهم مرکزوو.دامریکا غږ خبریال ‏(‎ بینامن سن ‏)‎ پدی باره کې له اسلام اباد نه دا رپوټ رالیږلی دی .

امریکائې ماموران وائې، د ائتلاف او افغان عسکرو دشنبی په شپه ناوخته دکندهارولایت په لیری پرته سیمه کې دیو شمیر افراطیانو سره جگړه کړی وه.

دپوځ نطاقه بریدمنه ‏(‎ تمارا لارنس ‏)‎ وائې، مخکې لدی چې افراطیان یوانگړ ته ننوځی چې هلته په لسگونونورورسره یوځای شول، دوی لومړی دغره له څوکې نه په ډزو پیل وکړ. بریدمنه لارنس وائې: افغان او ائتلاف قواو دحملی مخه ونیوله. په گډه ئې ورباندی ډزی پیل کړی او ځمکنې حمله ئې ورباندی وکړه . په دغه حمله کې تقریبآ پنځه څلویښت ‏(‎۴٥ ‏)‎ افراطیان ووژل شول.

په دغه جگړه دائتلاف دوه تنه عسکرووژل شول او دریم تن ئې ټپی دی.

څه دپاسه لس زرو افغان او ائتلاف عسکرو دافغانستان په جنوب کې په پراخو عملیاتو لاس پوری کړیدی .

داعملیات دیاغیانو دبغاوت دزیاتیدونه وروسته پیل شول مگر دامریکا ماموران وائې، ددغو نویو عملیاتو په نتیجه کې ددغې ناارامی سیمی زیاته برخه دیاغیانونه پاکه شویده .

دائتلاف قواودتیرو دوورځو په بیلا بیلو نښتو کې څه دپاسه سل افراطیان وژلی دی .

XS
SM
MD
LG