د لاس رسي وړ اتصالات

دسومالېې لومړى وزېر وايي چې بن لادن په سومالېه کې ډېره ناکرارى غواړى


د سومالېې لومړ ى وزېر على محمد جېدي وايي اسامه بن لادن په سومالېه کې پلوېان لرى او غواړى چې دا هېواد نور هم په گډوډى او مصېبت کې ډوب سى. لومړى وزېر على محمد د ېکشنبى په ورځ ناوخته دا الزامونه ولگول.

تردى ېوه ورځ مخکى په ېوه ټېپ کې ېوثبت سوي اواز چې غالباً به داسامه بن لادن وى نورو هېوادونو ته ېې خبردارى ورکړى و چې سومالېې ته به عسکر نه ورلېږى. خبرېالانو ته په خبرو کې د وسومالېې لومړى وزېر ووېل بن لادن داسلام ېو مشر ندى او په سومالېه باندى هېڅ قدرت او اثرو رسوخ نلرى.

رپوټ وايي چې دلومړى وزېر لنډ مهاله کابېنه په خپله هم د بېدوا له ښار نه بهر ډېر لږ قدرت لرى. دالمحاکم الاسلامى گوند سرتېرو په دى نېژدى وخت کې د سومالېې پاېتخت موگادېشو او د سومالېې جنوبى برخى نېولى دى. د شنبى په ورځ شېخ شرېف احمد د صومالېې د المحاکم الاسلامى گوند مشر خپله گوند له د بن لادن له تبصرو نه ځاى لېرى او گوښه وساته او وې وېل بن لادن د نورو نړېوالو شخصېتونو په څېر خپل نظرېات څرگند کړىدى او دا په موږ پورى اړه نلرى.

خو دامرېکا حکومت پر المحآکم الاسلامى باندى دا تور لگولى دى چې د القاعده درى ترهگرانو ته ېې چې د ١٩٩٨ مېلادى کال په بم چوونو کې لاس لرى پناه ورکړېده. دامرېکا سقارت په ١٩٩٨ مېلادى کې په ختېځه افرېقا کې په بم الوزول شوى و.

XS
SM
MD
LG