د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کی پنځه تنه تندروان  وژل شویدی


په افغانستان کی د امریکا په مشری د اییتلاف قواوی وایی چی د اییتلاف د قواو یو عسکر او پنځه تندروان د افغانستان په جنوبی برخه کی په نښتو کی وژل شویدیاو یو تن بل د اییتلافی قواو عسکر زخمی شوی دی .

د اییتلاف د قواو مامورین وایی تندروانو د هلمند په ولایت کی د پنجشنبی په ورځ پر یوه پوځی کاروان باندی ‏حمله وکړه .

مامورین وایی د تندروانو ددی حملی په مقابل کی عسکرو ځوابی ډزی وکړی او دا پنځه تنه حمله کونکی یی ووژل.

په یوه جلا پیښه کی د افغانستان د پارلمان یوه غړی نن وویل چی اییتالفی قواو پر هغه موټر باندی ډزی پیل کړی چی د هغه دکورنی غړی پکی سپاره و . دی وایی د اییتلاف د قواو له خوا پدی ډزو کی د هغه د کورنی یو تن وژل شوی او څلور تنه نور سخت ټپیان شوی دی .

ددی پیښی په باب تحقیقات روان دی .

جمهور ریس کرزی وایی چی د هغه په هیواد کی د ورویتیو ناکراریو او حملو مسول کسان خارجیان دی .

ښاغلی کرزی نن په جاپان کی د خپل سفر په دوران کی خبریالانو ته وویل چی دا ترورستان په بهر کی روزل کیږی ، په وسلو سمبال شی او مالی مرسته ورسره کیږی تر څو افغانستان ته لاړ شی او هلته داسی حملی تر سره کړی .

هغه د گاونډیو ملکونو د همکاری غوښتنه وکړه او په خصوص یی پر پاکستان باند ی غږ وکړ چی په افغانستان کی د تررستانو د له منځه وړلو په برخه کی ورسره مرسته وکی.

XS
SM
MD
LG