افغاني مقامات وايي د افغانستان په شرقي سیمه کي د امریکا په مشرۍ د ایتلافي قواو یو کاروان ته څېرمه په یوې ځان مرگي حملې کي خپله سرتیری او یو ماشوم وژل سوي دي.
د خوست د ولایت د نن ورځي په حمله کي لږترلږه پنځه تنه نور ټپي سوي دي. د ایتلافي قواو کاروان څه تاواني سوی دی، خو دا لا تر اوسه پوري معلومه نده چي ایا پدې زخمي سویو خلکو کي کوم عسکر هم شامل دی او کنه.
په افغانستان کي ځان مرگي حملې ډېري سوي دي. د دغو حملو پړه پر یاغي طالبانو باندي اچول کېږي. د طالبان رژیم په کال ٢٠٠١ کي، د امریکا د اشغال سره سم رانسکور سو.
د متحده ایالاتو په قیادت ایتلافي قواو پدې وروستیو میاشتو کي د یاغي طالبانو پر خلاف د افغانستان په شرقي او جنوبي برخو کي یو لړ ستر عملیات د طالبانو د وژلو او نیولو په مقصد پیل کړي دي.