جمهور ریس بش او د روسیی جمهور ریس ولادیمیر پوتین وایی دوی دا اندیښنه لری چی ایران د ملگروملتونو د پنځو دایمی غړو او جرمنی وړاندیزته تراوسه پوری ځواب ند ی ورکړی .
د امریکا او روسیی مشرانو وویل داسی ښکاری چی ایران پدی ناکامه شو چی پدی وړاندیز باندی په دی توگه غور وکی .
ښاغلی بش او ښاغلی پوتین دا خبری د روسیی دسینت پیترزبرگ په ښار کی په هغه گډه اعلامیه کی چی نن خپره شوه وکړی.
دواړه مشران وایی دوی همدارنگه د شمالی کوریا د توغندیو د ازموینو په باب ژوره اندیښنه لری.
دوی پیونگ یانگ دیه وهڅاوه چی د توغندیو د ازموینو په باب دی د نړیوال اصؤلو نه سرغړونه نه کوی او د خپل ذروی پروگرام په باب دی په شپږ اړخیزو خبرو کی شامل شی .