د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او ایتلافي قواو له طالبانو څخه یو ښارگوټی بېرته ونیو


افغان او ایتلافي قواوي وايي دوی د هلمند په ولایت کي هغه دوهم ښارگوټی بېرته ونیو چي څو ورځي د مخه طالب جنگیالیو نیولی وو.

د متحده ایالاتو د پوځ یو ویاند وايي په سلهاو بین المللي سوله ساتونکو عسکرو د هلمند د ولایت د گرمسیر د اولسوالۍ په نیولو کي برخه اخېستې وه، او د ډېر لږ مقاومت سره مخامخ سول.

د سې شنبې د ورځي په همدا شان عملیاتو کي، افغان او ایتلافي قواو د ناوې له اولسوالۍ څخه هم طالبان پسي واخېستل.

طالب جگړه مارانو د یکشنبې په ورځ د گرمسیر اولسوالۍ د افغاني پولیسو تر ماتولو وروسته ونیوله. افغاني پولیسو تقریباً دوې هفتې مقاومت کړی وو.

طالبان پر هغو لیرو پرتو کلو او ښارگوټو باندي حملې کوي چي ډېر لږ امنیتي قوه پکې وي.

په افغانستان کي مرستندويي موسسې وايي د هلمند د ولایت دې روان تشدد په رزهاوو کورنۍ د

خپلو کورونو پرېښولو ته مجبوري کړي دي.

XS
SM
MD
LG