د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو مشر د نړۍ نه غوښتي دي چی افغانستان دی نه هیروی


د ناتو عمومی منشی یاپ دي هوپ شیفر د نړۍ والي ټولني نه غوښتي دي چی په داسي و خت کی چی په منځني ختیځ کی حالات بحراني شوي دي افغانستان له یاده ونه باسی .

هغه کابل ته په سفر تللی او غواړي ددې میاشتي په آخیر کی د افغانستان په جنوبی سیمو کی د ناتو د قواو د زیاتیدو د پاره ترتیبات ونیسی .

هغه وایی چی ناتو به په افغانستان کی د امنیت راوستو د پاره کار وکړی چی د بیا آبادۍ او پرمختگ چاري دوام ومومی .

دي هوپ شیفر پرون کابل ته رسیدلی دی ، د هغه سره د ناتو نور لوړ رتبه مامورین هم ملگري دي چی په کی د هغې عمومي قوماندان امریکایی جنرال جېمز جونز هم شامل دی . ټاکل شوې دغه مامورین نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره وگوری .

له بلي خوا افغان پولیسو نن وویل چی هغه چاودنه چی په کابل کی وشوه او په هغې کی یو ملکي سړی ووژل سو او دوه تنه نور زخمیان سول شاید کوم زوړ بم به و چی پخوا ایښودل سوی و .

XS
SM
MD
LG