د لاس رسي وړ اتصالات

داسرائیلو جنگی الوتکو په لبنان باندی بمباری ته زور ورکړیدی


نن دولسمه ورځ ده چې داسرائیلو جنگی الوتکی دلبنان په څوسیموباندی بمباری کوی، په داسی حال کې دحزب اله گریلا داسرائیلو شمال په توغندیو باندولی .

داسرائیلو پولیسان وائې، دتوغندیو په ډزو کې دحیفا په بندری ښارکې دوه تنه اسرائیلیان ووژل شول اوڅوارلس تنه نورټپیان شول .

په عینی حال کې اسرائیلو دبیروت ،سیدون، تیری اودبیکا په ناوی باندی بمباری کړیده چې لږترلږه څلوتنه پکې وژل شویدی .

داسرائیلو ددفاع وزیر امیر پیرتزوائې، دغه تهاجمی حملی به ترهغی پوری روانی وی ترڅو چې اسرائیلو حزب اله له سرحدنه په شاتمبولی نه وی . هغه وائې، اسرائیل غواړی چې دلبنان په جنوب کې دڅوملتی قواو په اچولو باندی غوروکړی،ښائې چې دناټوقواوی وی. دابه دحل یوه برخه وی .

له بل پلوه دسورئې د حکومت یومامور خبرداری ورکړیدی چې که داسرائیلوځمکنې قواوی په لبنان باندی پراخه تیری پیل کړی او دسورئې په لورحرکت وکړی نوکیدای شی چې دهغه هیواد په دغه جنجال کې شامل شی

XS
SM
MD
LG