د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په افغانستان باندی افغانی بندیان سپارلی دی


دپاکستان مقامات وائې، دوی هغه اته پنځوس افغانان په افغانستان باندی وسپارل چې تیره هفته په بلوچستان کې پدی گمان نیول شوی ووچې دافراطی طالبانوسره ارتباط لری.

دغه کسان دهغوڅه دپاسه ددوسوافغانانو دبلوچستان د صوبی په مرکزکوټه کې دیوې حملی په وخت کې نیول شوی وو. دغه کسان دهغو پراخوعملیاتویوه برخه ده چې هدف ورنه دهغوافغانانو نیول دی چې په پاکستان کې په غیر قانونی توگه اوسیږی .

پولیسان وائې، په دغو نیول شوو کسانوکې دافغانستان په جنوب کې دطالبانویوپخوانی قوماندان اوهمدغه راز دمدرسوزده کونکی شامل دی .

دغه ‏حملی دامریکا په مشری دائتلاف دقواو، ناټو او دافغانستان دحکومت دمیاشتومیاشتو فشارنه وروسته وشوی چې دوی له پاکستان نه غواړی چې دطالبانو دهغو پاتی کسانو په خلاف اقدام وکړی چې په دغه هیواد کې پټ دی .

XS
SM
MD
LG