د لاس رسي وړ اتصالات

افراطیانو د پاکستان څلورتنه برمته شوی  عسکربیرته خوشی کړیدی


پاکستانی ماموران وائې، دافراطی طالبانو پلویانو په نیمه خودمختاره قبائلی سیمه کې چې دافغانستان سره گډه پوله لر،هغه څلورتنه پاکستانی عسکر خوشی کړل چې داپریل په میاشت کې ئې برمته کړی وواو داوربند موده ئې یوه میاشت نوره اوږده کړیده .

دغه کار یوه ورځ وروسته له هغی وشو پاکستان دوه دیرش تنه له بنده خوشی کړل. دغو کسانو له پنځومیاشتونه تردوه کالوپوری په بندتیرکړیدی او دوی پدی گمان نیول شوی وو چې په شمالی وزیرستان کې په امنیتی قواوباندی په حملو کې لاس لاره.

افراطیانو دجون په میاشت کې دیوې میاشتی لپاره داوربند غوښتنه کړی وه چې قبائلی مشرانوته وخت ورکړل شی چې په روغه جوړه کې مینځگړیتوب څې په سیمه کې دوینی تویول پای ته ورسیږی .

یاغیانو یوشمیر نوری غوښتنی هم کړی وی چې پدوی کې له نوو پاټکونو نه دعسکروویستل او دهغوی پرځای دقبائلی پولیسو اچول او دهغو قبائلیانو خوشی کول شامل دی چې دشمالی وزیرستان دعملیاتو په وخت کې نیول شوی وو.


XS
SM
MD
LG