د لاس رسي وړ اتصالات

هندی پولیسانو په بمبی کې په اورگاړی کې دبمونو دچاودنو په ارتباط څلورتنه نورنیولی دی


دهند پولیسانو دروانی میاشتی دیولسمی نیټی دبمونو دچاودنو په ارتباط څلورتنه نور نیولی دی چې په مومبائې کی شوی او څه دپاسه دوه سوه تنه پکې وژل شوی و.

پولیس وائې، په دغو مشکوکو کسانوکې په مومبائې کې دیره یوډاکټراو په بنگلورکې دیره دکمپوټر یواینجینر شامل دی .

مقاماتو دغه مشکوک کسان وروسته له هغوتحقیقاتونه ونیول چې له درو نیول شوو کسانونه ئې کړی وو. دغه دری کسان پنشنبی په ورځ پدی گمان ونیول شول چې په دغو حملو کې ئې لاس لاره .دغه دری واړه کسان دهند مسلمانان او ورته امر شویدی چې دروانی میاشتی دیودیرشمی نیټی پوری دپولیسو په توقیف کې پاتی شی .

دهند خبری رسنی دپولیسو له قوله وائې، دغو دروواړو کسانو تحقیق کونکو ته مهم معلومات ورکړیدی . پولیس وائې، دوی توقع لری چې ډیر ژربه نورکسان ونیسی مگر دوی تراوسه پوری دهغه چاپته نده لگولی چې په اورگاړې کې دبمونو دچاودنو نقشه ئې جوړه کړیده .

XS
SM
MD
LG