په ملگرو ملتونو کی د بشر د حقوقو کمیسیون پر متحده ایالاتو باندی غږ کړی دی چی د تررزم په خلاف جگړه کی دی خپلی ټولی پټی بندیخانی ژر تر ژره وتړی .
په هغه رپوټ کی چی نن خپور شو دی کمیسیون ویلی دی چی دوی د اعتاب وړ داسی شواهد لری چی متحده ایالات په مخفی بیلابیلو ځایونو کی خلک د میاشتو او یا هم کلونو دپاره په غیر قانونی توگه بندی ساتلی د ی.
د ملگرو ملتون دی اداری د متحده ایالاتونه غوښتنه وکړه چی د سره صلیب کارکونکو ته ددی اجازه ورکی چی ددی سری او مخفی بندیخانو نه چی پکی د جنگ د میدان نه نیول شوی خلک ساتل کیږی لیدنه وکړی .
دا رپوټ وایی پدی بندیخانو کی د بندیانو سره د زور زیاتیو او هغوی ته د بیلابیلو طریقو له لاری د شکنجو د ورکولو په باب هم اندیښنه ښودل شوی ده. مثلاً ویل کیږی د بندیخانو نه د اعتراف د تر لاسه کولو دپاره به یی دوی ډیر ځورول خولی به یی پی اغوستی ، نه پریښودل چی بیده شی ډوډی به یی نه ورکوله . په تنگو کوټو کی به یوازی ساتل کیدل او داسی نور .
امریکایی مامورینو ترا وسه پوری ددی رپوټ په ځواب کی څه ندی ویلی .