د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کی د سنیانو جومات ته نږدی یوه چاودنه شوی او څلور تنه پکی وژل شویدی


عراقی پولیس وایی چی په بغداد کی د سنیانو جومات ته نږدی یوه چاودنه شوی څلور تنه پکی وژل شوید یاو شپږ تنه نور پکی ټپیان دی.

د جمعی د نمانځه نه وروسته دا بله حمله پداسی وخت کی کیږی چی د عراق حکو مت او د امریکا په مشری د اییتلاف قواوی ددی کوشش لر یچی د هغه هیواد په گوټ گوټ کی د مخ په زیاتیدونکی فرقه یی تشدد مخه ونیسی .

د پنجشنبی په ورځ د توغندیو او درنو وسلو په حمله کی چی د بغداد په مرکزی برخه کی وشوه، ٣١ تنه ووژل شول او ١١٥ تنه نور زخمیان شول .

د امرکیا د دفاع وزارت د پنجشنبی په ورځ اعلان وکړ چی په عراق کی به د متحده ایالاتو په زرهاو عسکر د څلورو نورو اضافی میاشتو دپاره پاتی شی، ټاکل شوی وه ددی عسکرو د ‏خدمت یوه کلنی دوره چی په نږدی راتلونکی کی ختمیدونکی وه د څلورو میاشتو دپاره اوږده شی .

پدی اونی کی جمهور ریس بش د عراق صدراعظم نوری المالکی ته ژمنه وکړه چی متحده ایالات به په عراق کی د تشدد او کړکیچ د کمولو په خاطر نور عسکر هم ولیږی .

XS
SM
MD
LG