د لاس رسي وړ اتصالات

داسراېېلو جنگى الوتکو په جنوبى لبنان کې دحزب الله سنگرونه بېا بمبارى کړل


داسراېېلو جنگى الوتکو دحزب الله سنگرونه په جنوبى لبنان کې نن ددوشنبى په ورځ بېا بمبارى کړل. که څه هم اسراېېلو اعلان وکړ چې هوايي حملى به ۴٨ ساعتونه وځنډوى.

داسراېېلو چارواکى وايي چې د طېب سېمى ته نېژدى هوايي څمله ددى لپاره وه چې د خپلو هغو زمکنىېو قواوملاتړ وکړى چې د حزب الله له جېنگېالېو سره په جگړه اخته دى. دوى وايي چې کله چې د تانگ صد توغنېدو درى اسراېېلى عسکر زخمېان کړل نو دهواىى ملاتړ غوښتنه وشوه. اسراېېلو خبردارى ورکړى دى چې که حزب الله حمله وکړى نو په دى دوه ورځو کې هم هوايي حملى کېدلى شى.

داسراېېلو ددفاع وزېر امر پېرېټز وايي سمدالاسه به اوربند ونه شى. هغه داسراېېلو پارلېمان ته ووېل چې داسراېېلو قواوې دا پلان لرى چې د حز ب لله خلاف خپل تهاجمى عملېات پراخه کړى.

داسراېېلو پوځ په هغه حمله تاسف کړېدى چى نن ددوشنى په ورځ ېې ېو لبنانى عسکر وژلى دى. اسراېېل وايي دوى فکر کاوه چى په دى موټر کې د حز ب الله د سر تېرى ډلى کوم مشر سفر کاوه.

XS
SM
MD
LG