د لاس رسي وړ اتصالات

د افرېقا اتحاد پلان لرى چې د سوډان پر حکومت باندى خپل فشار ته ادامه ورکړى


د افرېقا اتحاد د ا پلان لرى چې د سوډان پر حکومت باندى خپل فشار ته ادامه ورکړى چې د ملگرو ملتونو د سولى قواو ته د ډارفر د شخړى په سېمه کې د ځاى په ځاى کېدو اجازه ورکړى.

د افرېقايي اتحاد ېو نطاق نورالدېن مېنزى دامرېکا غږ خبر ېال ته ووېل که دا هلى ځلى ناکامى سى نو د افرېقايي اتحآد عسکر به د سوډان نه هغه وخت ووزى چې دملگرو ملتونو له خوانه ټاکل شوى موده ختمه سى.

دملگرو ملتونو دامېنت شورى ېو داسى پرېکړه لېک منظور کړىدى چې شل زره سوله ساتونکى دغى سېمى ته ولېږى. خو د سوډان حکومت وايي چې دوى د سولى دغه قوه نه منى او دهغوى آحتمالى ځاى په ځاى کول اشغال ته ورته ېو عمل بولى.

XS
SM
MD
LG