د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهوررئیس وایی چی پاکستان د طالبانو سره مرسته نه کوی


د پاکستان جمهوررئیس پرویزمشرف ویلی دي چی پاکستان د القاعده او طالبانو سره مرستي نه دي کړي چی په افغانستان کی دی حملې وکړی .

جنرال مشرف نن په کابل کی وویل چی افغانستان نور باید د طالبانو د حملو ملامتي پر پاکستان باندی وانه چوی . هغه وویل چی د پاکستان حکومت او استخبارات یې په دغو دوو ډلو کی د یوې سره لا مرسته نه کوی .

مگر جمهوررئیس مشرف دا ومنل چی طالبان او القاعده هم په پاکستان او هم په افغانستان کی فعال دي او عملیات کوی .

د پاکستان جمهوررئیس پرون ویلي و چی دده هیواد او افغانستان باید چی د خپل گډ دښمن - تروریزم سره په جگړه کی خپلي قواوي شریکي کړی .

هغه د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره د خبرونه وروسته وویل چی دواړه ملکونه د القاعده ، طالبانو او دده په قول د ټولني د طالبي کیدو د گواښونو سره مخامخ دي .

XS
SM
MD
LG