د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بمونو په چاودنو کې پنځلس کسان زخمېان شوېدى


د پاکستان چارواکى وايي ېوبم چې په باېسېکل پورى تړل شوى و لږ تر لږه پنځه لس کسان ېې د بلوچستان په ناکراره صوبه کې زخمېان کړېدى. محلى پولېس وايي چاودنه نن د ېکشنبى په ورځ د بلوچستان دصوبى د مرکزى ښار کوېټې په ېوه رېستورانت کې، په داسى وخت کې شوېده چې خلکو پکې د سهار نارى کاوه.

تراوسه پورې چا ددغى پېښى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى خو چارواکى ددى چادونى پړه د بلو چو په قبېلوى سر تېرو باندى ور اچوى. دغه قبېلوى سر تېرى زېاته خودمختارى او په طبېعى منابعو کې ستره ونډه غواړى.

په دغه صوبه کې ستونزې او جنجال داگست له ٢٦-مې نېټى نه را په دېخوا چې ملت پال مشر نواب اکبر بوگتى په نظامى عملېاتو کې ووژل شو ډېر زېات شوېدى. د بلوچانو قومى سېاسى گوند وايي اردو په لوى لاس په دغو عملېاتو کې بوگتى په نښه کړى و.خو دپوځ منصبداران وايي دوى هلته ددى لپاره ورتلل چې دهغه د نېولو په باب مذاکرات وکړى خو هلته ېوه داسى چاودنه وشوه چې تراوسه ېې وضاحت ندى شوى.

XS
SM
MD
LG