د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي د طالبانو پلویانو، یو قومي مشردایتلافي قواو لپاره د جاسوسۍ په تور وژلی دی


پاکستاني مقامات وايي د طالبانو مظنونو افراطي پلویانو یو سپین ږیری قومي مشر په افغانستان کي د امریکا په قیادت د ایتلافي قواو لپاره د جاسوسۍ په تور وژلی دی.

پاکستاني مامورینو نن د شبنې په ورځ وویل د رحیم جان مړی یې په شمالي وزیرستان کي پیدا کړی دی. هغه ٧٠ کلن وو.

د هغه د مړي سره یو نوټ وو چي وايي هر هغه څوک چي پر جاسوسۍ باندي ونیول سي، انجام به یې همدا شاني وي.

د شمالي وزیرستان ناکراره سیمه د طالبانو د سېب ځای بلل کېږي.

د پاکستان جمهورریس پرویز مشرف د سې شنبې په ورځ د قومي افراطیانو سره اوربند یوه موافقه لاس لیک کړه. ددغه معاهدې په اساس، که چیري افراطیان بې وسلې سي، خارجي جنگیالي لدې سیمي څخه وایستل سي، او په پاکستان او افغانستان کي د حملو مخه ونیول سي، د پاکستان پوځ به پدغه سرحدي سیمه کي خپل عملیات بند کړي.


XS
SM
MD
LG