پاکستاني ډاکټران او امنیتي مقامات وايي د بد نامه پاکستاني ساینس پوه عبدالقدیر خان د پروستات عملیات موفق وو.
ښاغلی عبدالقدیر خان د شبنې په ورځ د کراچي په ښار کي د اغاخان په روغتون کي عملیات سو. هغه د کال ٢٠٠۴ راهیسي چي پر ایران، شمالي کوریا او لیبا باندي یې د ذره وي تکنالوژۍ پر خرڅولو باندي اعتراف وکړ، په کور کي نظر بنده دی.
جمهورریس پرویز مشرف ډاکتر خان ته عفوه وکړه، مگر د هغه پر سفرونو باندي یې بندیز ولگاوه.