د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا والي په یوه انتحاري برید کې ووژل شو


ېو ځان وژونکي د پکتېا والى وژلى دى او دناټو قواو په افغانستان کې ٩۴ ېاغى طالبان وژلى دى.

په عېن حال کې پولېس وايى ېو ځان وژونکي د پکتېا والى عبدالحکېم تڼېوال او دهغه دوه مرستېالان نن د ېکشنبى په ورځ د ېو ځان مرگي برېد په ترڅ کې وژلى دى. د پکتېا والى حکېم تڼېوال، دهغه خورېې او مشر ځان ساتونکى په گردېز کې نن د ځان مرگى حملى په ترڅ کې ووژل شول. رپوټ وايي چې په همدغه حمله کې لږ تر لږه درى پولېسان هم زخمېان شوېدى. ېو کس چې ادعا کوى د طآلبانو نطاق دى ، وايي دا حمله دوى کړېده.

چارواکى وايي چې والى له خپل دفتر نه بهر په موټر کې و چې ېوسړى چې د چاودونکېو موادو کمبربند تر ملاو دهغه موټر ته په منډه ورغى او بم ېې وچولو.

همدارنگه د ېکشنبى په ورځ ، دناټو قواو په افغانستان کې ٩۴ ېاغى طالبان وژلى دى. دناټو چارواکى وايي دناټو او افغان قواو په گډه دکندهار په ولاېت کې د شپې په عملېاتو کې ٩۴ ېاغى طالبان وژلى دى. د ناټو داېتلاف چارواکى وايى ېاغېان د شنبى په ورځ او د ېکشنبى په سهار دوخته په څلور جلا جلا عملېاتو کې وژل شوېدى.

دامرېکې پوځ وايي په عېن حال کې دوى خلکو ته خبر دارى ورکوى چې په کابل کې د ځان مرگى حملو ېوه ډله کار کوى او په دې پسى څار کوى چې پر خارجي قواوباندى حملى وکړى.

د تېرى جمعى په ورځ ېو ځان وژونکى خپل موټر دامرېکى د پوځ له ېو کار وان سره دامرېکى سفارت ته نېژدى وجنگاوه. په دغه چاودنه کې شپاړ س کسه چې زېاتره افغان لاروېان وو ، ووژل شول.

د تشدد په نورو پېښو کې د فراه په ولاېت کې دوه پولېسان د شنبى په ورځ ناوخته په داسى حآل کې ووژل شول چې لس دولس ېاغى طالبانون دپولېسو پر ېوه تاڼه باندى حمله وکړه.

رپوټ دانه وايى چې دناټو او افغان قواو ته تلفات ور اووښتى د ى او که نه. دناټو قواود افغانستان په جنوب کې ستر تهاجمى علمېات ددى لپاره پېل کړېدى چې د طالبانو نوى بغاوت له منځه ېوسى. ناټو وايي چې تر څلور سوو زېات ېاغېان دېوې اونى نه زېاتواوږدو علمېاتو کې وژل شوېدى.

عصمت قانع په دې باب دار پوټ رالیږلی دی.

XS
SM
MD
LG