د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا ېان د سېپتمبرد ېوولسمى نېټى د ترورېستى حملو د پنځمى کلېزې ېادونه کوى


امرېکا ېان د سېپتمبرد ېوولسمى نېټى د ترورېستى حملو د پنځمى کلېزې ېادونه کوى. نن ددوشنبى په ورځ هغوى ددى ورځى ېادونه د خاموشى په شېبو او ددى پېښى د قربانېانو دنومونو په لوستلو سره کوى.

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش نن په ٨ بجو او ۴٦ دقېقو د نېوېارک په محلى وخت د اور وژنى او پولېسو له مامورانوسره ېوځاى شو. د سهار اته بجى او ۴٦ دقېقى هماغه وخت دى چى د الوتکو برمته کوونکېو اولنى الوتکه د نړېوال تجارت له برج سره وجنگوله او مشمهور غبرگونى برجونه ېې خراب کړل. په هغه ځاى کې چى برجونه ولاړو د غم موسېقى وغږول شوه. او د قربانېانو کورنېو دخپلو هغو خپلوانو چې په دې پېښه کې له منځه تللى وو، ېادونه وکړه.

د نېوېارک ښاروال بلوم بر گ ووېل د دې پېښى د تېرېدوپنځه کلونه وشول خو د ملت خلک له ېوبل سره متحد دى. نن ددوشنبى د ورځى په اخر کې به دامرېکا جمهوررئېس جورج بش دامرېکا پاېتخت جورج واشنگټن ته نېژدى د امرېکا د دفاع وزارت پنتاگان په مراسمو کې برخه واخلى. په دې ځاى باندى بله حمله شوې وه. د پنسلوانېا په پېټسبرگ کې په ېوا زاد مېدان کې څلورمه الوتکه وروسته له هغه نه چې مسافرانو کو شش وکړ چې خپل برمته کوونکى قابو کړى په مېدان کې را وغورځېدله. په دغوحملو کې په دې ورځ باندى پنځه کاله مخکى تقرېبا درى زره کسان ووژل شول.

د سېپتمبر د ١١-مى نېټى د پېښو د قربانېانو د ېادونى لپاره نن په نورو هېوادونو کې د خواخوږى مراسم په ځاى کېږى. په دغو هېوادونو کې بر تانېه او روسېه هم شامل دى. دامرېکا جمهوررئېس جورج بش او دهغه مېر من لورابش پرون د ېکشنبى په ورځ د نېوېارک ښارته سفر وکړ اوهغه ځاى ېې وکوت چې ېووخت دنړېوال تجارت دواړه برجونه پکى ولاړ وو. اوس دغه سېمه گرونډ زېرو بلل کېږى.

XS
SM
MD
LG