د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا ېو مېانه روه سناتو ر چې د جورج بش په جمهورى گوند کې دى ېومحافظه کار کاندېد ته ماتى ورکړېده


دامرېکا ېو مېانه روه سناتو ر چې دامرېکا د جمهوررئېس جورج بش په جمهورى گوند کې دى ېومحافظه کار کاندېد ته ماتى ورکړېده.

هغه د گوند له خوانه په انتخاباتو کې ددرېدلو لپاره نومول شوېدى. په گوند کې دننه د امقابله په سنا کې داکثرېت د ساتلو لپاره ډېره مهمه گڼل کېږى. لنکن شفى دسه شنبى په ورځ د روډ اېلنډ په داسى اېالت کې چې دېموکراتان پکى ډېر قوى دى په سنا کې د خپلى چوکى د ساتلو لپاره هم له ازادو راېو ورکوونکېو نه راېې ترلاسه کړې او هم ېې د جمهورى غوښتونکېو نه راېې ترلاسه کړې

دامرېکا د جمهوررئېس جورج بش مېرمنى د هغه لپاره په انتخابى مبارزه کې برخه واخېستله که څه هم دغه سناتور د بش دادارى پر پالېسېو سخت انتقادونه کول اوحتى جمهور رئېس بش ته ېې په څلور دپاسه دوه زرم کال کې د جمهورى رېاست په انتخاباتو کې راېه هم ورنکړه.

دامرېکا د پخوانى جمهوررئېس مېرمن هېلرى روډم کلنتن ددېموکرات گوند پېلېز انتخابات په نېوېارک کې وگټل . ېو بل دېموکرات د نېوېارک د والى توب لپاره د خپل گوند پېلېز انتخابات وگټل . ېوبل کاندېد کېت اېلسن دمېېنى سوتا له اېالت نه ددېموکرات گوند په ابتداېې انتخاباتو کې کامېاب سو . که چېرى په نومبر کې هم په انتخاباتو کې کامېاب شى نو دا به اولنى مسلمان وى چې دامرېکا په کانگرېس کې غړى شى.

XS
SM
MD
LG