د لاس رسي وړ اتصالات

هند غواړي چي لایبریا ته سل هندۍ ښځي پولیسي واستوي


هند وايي غواړي چي د غربي افریقا هیواد لایبریا ته یوه جوپه هندۍ ښځي پولیسي واستوي څو هلته د بین المللي سوله ساتونکو سره مرسته وکړي.

هندي مقامات وايي پدې یونیت کي سل هندۍ پولیسي شاملي دي چي د بلوا کونکو او مظاهرچیانو په کنترولو کي مهارت لري. ددغه یونیټ مشره، میرمن سیما، وايي دا ماموریت به بله میاشت پیل سي. هغه وايي موږ چمتو یو.

ملگروملتونو د هند له دې فیصلې څخه تود هرکلی کړی او وايي د نوي ډهلي دې تصمیم د ښځو افسرانو په ارتباط یو قوي پیغام لري.

XS
SM
MD
LG