د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ بنېډېکټ دده د تبصرو په مقابل کې د مسلمانانو په عکس العمل خواشېنى څرگنده کړى ده


پاپ بنېډېکټ نن کوشش وکړ چې د اسلامى نړى قهر او غوسه ارامه کړى. پاپ وايي دې په دې ژوره خواشېنى څرگندوى چې مسلمانانو دده د تبصرو په مقابل کې چې تېره اونى ېې کړې وې عسک العمل ښودلى دى.

پاپ نن د ېکشنبى په ورځ ووېل د تېرى سه شنبى په ورځ په جرمنى کې دده تبصرى د منځنېو پېړېو د باېزنتېن د امپراطور دانتقاد دېو متن نه اقتباس شوې وې او دده د شخصى نظر نماېندگى نه کوى.

د خپلى تېرى اونى په وېنا کې د جرمنى پوهانو ته پاپ د اسلام د جهاد په باب ووېل چې تشدد د الهى طبېعت سره برابر ندى.

د اسلام سېاسى او دېنى مشرانو په منځنى ختېځ او جنوبى اسېاکې د پاپ مخکېنى وېنا غندلى ده او له هغه نه ېې دمعذرت غوښتلو تقاضا کړې وه. په دې لړ کې ېوڅه مظاهرى وشوې او دتشدد اعمال هم سرته ورسېدل.

پاپ وايي دده د وېنا مقصد دا و چې د اسلام او عېسوېت ترمنځ ېو مخلصانه او صادقانه بحث وشى او په دې ترڅ کې دواړه خواوې د ېوبل درناوى او احترام وساتى. د رومن کاتولېک دکلېسا دغه مشر کشېش نن د ېکشبنى په ورځ دهغو زېارت کوونکېو غونډى ته دا وېنا وکړه چې دده د کور مخى ته را ټول شوى وو.

د واتېکان ېو خبر لېک چې د شنبى په ورځ خپور شوى وايي چې پاپ په خپلو هغو تبصرو باندى چې مسلمانان ېې خواشېنى کړېدى ژوره اوصادقانه خواشېنى څرگندوى او درومن کاتولېک کلېسا په دې سبب د مسلمانانو آحترام کوى چې دېوه الله عبادت کوى.

XS
SM
MD
LG