د لاس رسي وړ اتصالات

من موهنسنگ هېله من دى چې هند او پاکستان به په گډه دترهگرى سره مبارزه وکړى


دهند لومړى وزېر من موهنسنگ وايى دى هېله من دى چې هغه پرېکړه چې وايي هند او پاکستان په گډه دترهگرى سره مبارزه وکړى ددواړو هېوادونو په اړېکو کې ېونوى فصل اوباب پرانېزى.

ښاغلى سنگ مخکى له دېنه چې له کېوبا نه نوى ډېلى ته راستون سى له خبر ېالانو سره خبرى کولى. هغه ووېل پاکستان ته دا څرگنده ده چې که ترهگرى کنترول نشى نو د سولى په خبرو کې به پر مختگ ونشى او ېاداچى که د ا ونه لېدل شى چې د پاکستان حکومت دېته لېوال دى چې ترهگرى قابو کړى نو د سولى په خبرو کې پر مختگ نشى کېدلى .

دهند او پاکستان ترمنځ د سولى خبرى د جولاى په مېاشت کې هغه وخت وځنډېدلى چې دهند په بمبى ښار کى د بمونو چاودنى وشوى او نېژدى دوه سوه کسان پکى مړه شول. هند پر پاکستان باندى دا پړه اچوى چې دکشمېر له سر تېرو ډلو سره مرسته کوى خو پاکستان داتور ردوى.

XS
SM
MD
LG