د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش به ددى مېاشتى په اخر کې  د افغانستان او پاکستان د جمهورو رئېسانو د مجلس کوربه وى


دامرېکا د جمهوررئېس نطاق ټونى سنو نن په ېوه وېنا کې ووېل چې د روانى مېاشتى په ٢٧ مه نېټه چې کوم مجلس په سپېنه مانى کې کېږى هغه به مشرانو ته دا فرصت برابرکړى چې ددواړو هېوادونو په منځ کې د همکارى په پرمختگ باندى خبرى وکړى او خپل منځى اړېکى ېې پر ومخ ولاړې شې.

ښاغلى بش به د پاکستان له مشر جنرال پروېز مشرف سره جلا د سپېتمبر په ٢٢ مه نېټه ملاقات وکړى او دافغانسان له جمهوررئېس حامد کرزى سره به د سېپتمبر په ٢٦ مه نېټه ملاقات وکى. په دې نېژدى وختونوکې د افغانستان اوپاکستان ترمنځ اړېکى دهغوتورونو په سر خرابى شوى وې چې افغان چارواکېووېل پاکستان د هغوترهگرو په مقابل کې په کافى اندازه اقدامات نه کوى چې له افغانستان نه پاکستان ته اووښتى دى. خو پاکستان وايي دوى تر خپلى وسى پورى په کافى اندازه اقدامات کوى چې له سخت درېځوسره مبارزه وکړى.

XS
SM
MD
LG