د لاس رسي وړ اتصالات

دهند ېوې محکمى ېوبل سړى هم په ١٩٩٣کال کې د بم چوولو په اړه محکوم کړىدى


دهند ېوې محکمى ېوبل سړى هم دهغو بم چوونو په اړه محکوم کړىدى چې دېارلس کاله مخکى په بمبى کې شوې وې او ٢٥٧ کسان پکى وژل شوى وو. دا سړى عبدالترک نن د سه شنبى په ورځ په دې باندى محکوم سو چې په ١٩٩٣ مېلادى کال کې ېې د ېوه مارکېټ نه بهر په ېو موټر کې چاودونکى مواد اېښى وو. ددى کار په نتېجه کې چې کومه چاودنه شوې وه په هغى کې ١١٣ کسان ووژل شول او تر ٢٢٥ کسانو ېې زېات زخمېان کړى وو. رپوټ وايي داحملى تر ټولو تباه کووونکې څملى وې ځکه چې ېو په بل پسى دولس وژونکى چاودنى په داسى ښار کې وشوې چې دهند مالى او تجارتى پاېتخت گڼل کېږى. اوس دهند دغه ښارته مومبايى وايي او پخوا په بمبئي مشهور و.ددوشنبى په ورځ دهند محکمى دوه تنه نور چې ېوېې اصغر مقدم او بل ېې شاهنواز قرېشى نومېږى په دې سبب محکوم کړل چې له چاودونکېو موادونه ډک موټر ېې د مومبايي د ېوې مصروفې سېنما په مخکى پارک کړى و. تراوسه پورې اته کسان چې په هغو کې دېوې کورنى څلورتنه شامل دى په دغه پېښه کې محکوم سوىدى. په راتلونکېو اونېو کې به د محکمى له خوانه نورې فېصلى هم وشى. رپوټ وايى چې محکوم شوې کسان دمرگ له سزا سره مخامخېدلى شى.

XS
SM
MD
LG