د لاس رسي وړ اتصالات

مظنونو طالبانو ١٩ تنه کارگران وژلي دي


د افغانستان په ناکراره جنوبي سیمه کي، مشکوکو افراطي طالبانو پر یوه بس باندي حمله کړې او ١٩ تنه افغان کارگران یې وژلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مامورین وايي دا حمله د کندهار د ښوراوک په ولسوالۍ کي هغه وخت وسوه چي د یوه بس موټر څنگ ته د سړک د غاړي یو بم وچاود. پدې بمي حمله کي، ځیني کارگران ښايي وژل سوي وي، خو نور کارگران هغه وخت ووژل سول چي افراطیانو پر دغو بېرېدولو کارگرانو باندي ډزي پیل کړې.

ددې حملې په باب چندان معلومات نسته، او دا هم معلومه نده چي پدې بس موټر کي څو کسه سپاره وه او دغو کارگرانو د چا لپاره کار کاوه.

دا حمله د پاکستان سرحد ته څېرمه په یوې لیري پرتې سیمي کي وسوه.

د هغه وخت راپدې خوا چي د ناټو قوې د سږکال په سر کي د یاغیانو د سېب د ځایونو د تباه کولو لپاره ملا تړلې ده، د افغانستان په جنوبي برخو کي تشدد او مرگ ژوبله هم زیاته سوې ده.

XS
SM
MD
LG