د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ به د دوشنبې په ورځ د مسلمانانو له استاځو سره ملاقات وکړى


پاپ بېنېډېکټ به د دوشنبى په ورځ د اسلامى هېوادونو له دېپلوماتانو سره او په اېتالېا کې داسلامى ټولنى له مشرانوسره ملاقات وکړى او هغوى ته دهغو تبصرو په باب معلومات ورکړى چې ده داسلام په باب کړې وې او دى وايي چې ناسمى تعبېر شوې وې .

د اېتالېى له پاېتخت روم نه بهر به په دغه مجلس کې چې د پاپ په کور کې به وى دواتېکان د نورو ادېانوسره د خبرو اترو دادارى مشر هم برخه واخلى .

دواتېکان چارواکى هېله من دى چې دا مجلس به د رومن کاتولېک د کلېسا او مسلمانانو ترمنځ د خبرو اترو دروازه خلاصه کړى.

XS
SM
MD
LG